کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۱ل)
د جرمني د کین اړخي ګوند د قانون جوړونکی څانګې غړي او مهم سیاستوال “گريگور گيسي” وایي چې اوکراین له روسیې د جګړې ګټلو توان نه لري.
سپوتنیک خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې د اوکرایین په جګړه کې د روسیې د ماتولو لپاره د لویدیځ هڅې د دریمې نړیوالې جګړې د پیل سبب کیدای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه د خبرو اترو له لارې حل کيدای شي او لویدیځ دی په اور د تیلو له پاشلو ډډه وکړي.
د جرمني د کيڼ اړخي گوند دغه قانون جوړونکي زیاته کړې ده چي روسيه په پوځي توگه نشي ماتيدای. نوموړي خبرداری ورکړ، چې که په دې برخه کې هڅې وشي، ښايي د درېیمې نړیوالې جګړې لامل شي.


















