کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۱ل)
په اسلام آباد کې د افغانستان ا.ا سفارت او په کویټه او پېښور کې افغان جنرل قونسلګرۍ په چمن او طورخم کې د افغانستان پر میوو د پاکستان د حکومت له لوري د ګمرکي محصول د لوړېدو له امله راپورته شوي ستونزه له پاکستاني چارواکو سره له نژدې شریکه کړه ترڅو عاجله حل لاره ورته وموندل شي.
د سفارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې رابطه نن د سفارت د تجارتي آتشې مسئول مفتي عبدالحکیم حکیمي په مشرۍ یو پلاوي د پاکستان د تجارت وزارت له چارواکو سره ګډه ناسته کړې، چې په پایله کې یې د یاد وزارت مسئولینو وویل:« پر افغان میوو د مالیې لوړولو پریکړه یوه عمومي فیصله وه، چې له دې نه به افغانستان مستثنی وي.»
د سفارت خبرپاڼه زياتوي، په ناسته کې د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر اموالو اضافي تاوان او په طورخم او چمن کې د موټر چلونکو لپاره د ویزو پر نوې تګلاره هم خبرې وشوې.


















