دفاع وزارت: د بلک هاک ډوله چورلکې غورځېدو پېښه کې ۲ پيلوټانو د وژل کېدو ترڅنګ ۵ تنه ټپيان شوي

بل ټکی کام (شنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، نن يوه امريکايي “Black Hawk” ډوله چورلکې غورځيدو پېښه کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې يادې چورلکې ته پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ور کړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون کابل انګړ کې لوېدلې ده.

دفاع وزارت ويلي، په دې پېښه کې له بده مرغه ۲ پيلوټان او يو خدمه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button