عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده!
حامد افغان
د النسائي، ابو یعلي، ابن کثیر او نورو رحمهم الله، په روایتونو کې یوه کیسه راغلې ده چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ منبر ته وخوت، خلکو ته یې وویل: اې خلکو! د ښځو مهرونه به له 400 درهمه نه زیاتوئ، که چا زیات کړ، هغه زیات به بیت الله ته اچوم.
په دې سره د ښځو له صفه یوه دنګه ښځه راپورته شوه، عمر ته یې وویل: دا ستا کار نه دی! یعني ته مهر ته معلوم حد نه شې ټاکلی، عمر ورته وویل: ولې؟! ښځي ورته وویل: ځکه الله فرمایي: { وآتيتم إحداهنَّ قنطاراً }، یعني تاسو د هغوی یوې ته ډېر مال ورکړئ. مطلب دا چې قران “ډېر مال” یاد کړی او ته فقط 400 درهم ورته ټاکې! په دې سره عمر وویل: عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده! او په دې سره عمر له خپلې پرېکړې تېر شو.
د عمر رضي الله عنه په څېر عالم او عادل واکمن چې د يوې نامعلومې ښځي له خولې د حق او عدالت خبره اوري، خپله پرېکړه ناسمه ورته ښکاري؛ سمدستې هماغه د رسول الله ﷺ پر منبر دپاسه خپله پرېکړه ماتوي او اعتراف کوي چې عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده! د وخت واکمن او مشران، خصوصا د نجونو د موضوع په اړه د عمر رضي الله عنه له دې کیسې ډېره ګټه اخیستلی شي. اللهم وفقهم لما فیه خیر العباد والبلاد.


















