سوریې لسګونه پوځیان اسرائیلو ته د جاسوسي په تور نیولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
وروسته له هغه چې اسرائیلي نیواکګرو تیره اوونۍ د سوریې د پلازمینې د مشق او حلب نړیوال هوایي ډګرونه په نښه او تخریب کړل د یاد هیواد دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې لسګونه پوځیان چې ځینې یې لوړ پوړي نظامیان دي اسرائیلو ته د جاسوسي په تور نیول شوي دي.
په ورته مهال د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی، چې د سوریې استخباراتو د غه کسان د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې په همکارۍ نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
دغه مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سوریې استخباراتو او حزب الله ډلې د روانې میاشتې له لومړیو راهیسې په د مشق او حلب کې د له دوښمنو هیوادونو سره د همکارۍ په تور د سوریایي افسرانو ډله ییزې نیونې پیل کړي دي.
باید وویل شي چې اسرائیلي اشغالګرو تېره اوونۍ د سوریې په پلازمینه دمشق او حلب ولایت کې نړیوالو هوایي ډګرونو باندې توغندویي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې یادو هوایي ډګرونو د تخریب ترڅنګ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله وواښته.



