کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
د اوکراین ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ځواکونو یې ګڼې سیمې له روسي ځواکونو څخه بیرته نیولې دي او روسي عسکر یې په شا تمبولي دي.
روسیې هم تازه تایید کړې ده چې د اوکراین له ځینو سیمو یې شاتګ کړی دی.
د اوکراین ولسمشر وایي چې ځواکونو یې د روسیې پر ضد پراخ تهاجمي عملیات کړي دي او ژر به لا ډېرې سیمې ترې ونیسي.
باید وویل شي چې د روسیې دفاع وزیر بیا خپل شاتګ تاکتیکي بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې پر لویو ښارونو د برید پلان لري.