کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۰سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د ختیځو ولایتونو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد نعمان هاطفي رسنیو ته ویلي دي چې سهار وختي يې په ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې د مخالفینو په ضد عملیات پيل کړي دي.
نوموړی ادعا کوي چې په عملیاتو کې یې ۱۲ مخالفین وژلي او یو شمېر اسلحې یې هم ددوی ځواکونو ته لاس ته ورغلي دي.
ولسي خلک وايي چې دولتي ځواکونه یوازې د تورخم جلال اباد په سړک مېشت شوي دي او داسې کومې نښې نښاني نشته دي چې په هغه کې دې طالبانو ته کوم زیان اوښتی وی.
هاطفي همداشان ادعا کوي چې په یادو عملیاتو کې نه هم دولتي ځواکونو ته او نه هم ولسي وګړو ته کوم زیان اوښتی دی، او دده له قوله چې کېدای شي ډېر ژر سیمه له مخالفینو څخه پاکه کړي.
د دولت لخوا د یاد شویو عملیاتو منطقه د جلال اباد له ښار څخه یوازې ۳۰ کیلو متره لېرې پرته ده چې د طالبانو د مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېده.
تراوسه د طالبانو له لخوا د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
















