د پاکستان ادعا؛ افغان حکومت دې زمونږ خلاف اقداماتو لپاره د افغانستان خاورې کارېدو مخه ونيسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)

پاکستان ډيورنډ کرښې ته نږدې د خپلو څلورو پوځيانو تر وژل کيدو وروسته ادعا کړې چې افغان خاوره یې پرضد کارول کېږي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې “ای اېس پي ار” لخوا یوه خپره شوې اعلامېه کې راغلي‌، چې د خیبرپښتونخوا کرمې ایجنسۍ ډیورنډ کرښې ته نږدې خرلاڅي سيمه کې وسله والو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې.

د پاکستان پوځ وايي، د دواړه طرفه ډزو په پايله کې څلور پاکستاني پوځ او وسله وال وژل شوي دي.

ياده اعلامیه کې راغلي “د ترهګرو لخوا د پاکستان خلاف اقداماتو لپاره د افغانستان خاورې کارېدل” په کلکه غندو او د افغانستان له حکومت غواړو چې “راتلونکې کې د داسې کړنو ترسره کېدو ته اجازه ور نه کړي.”

د پوځ سربيره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم یوه بیان کې دا برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې افغان حکومت باید وسله وال د خپلې خاورې له کارېدو راوګرځوي.

افغان حکومت تر اوسه د پاکستاني لوري دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې په وار وار ویلي نه پرېږدي د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نړۍ خلاف وکارول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button