په تېر یوه کال کې ۱۰۰ بهرنیو پانګه والو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه اخيستي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ورکړو معلوماتو پر بنسټ، په تېر يوه کال کې په تېر یوه کال کې ۱۰۰ بهرنیو پانګه والو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه اخيستي دي.

د ياد وزارت د مسؤولينو په وينا، په وروستيو کې په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو پانګه والو لیوالتیا ډېره شوې ده او افغان حکومت هم دوی ته د امکاناتو برابرولو د زياتوالي هڅی کوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، له تېر يوه کال راهیسې تر سلو زياتو بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ترلاسه کړي په بېلابېلو برخو کې يې د پانګونې ژمنې کړي دي.

افغان حکومت تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې، چې دغه بهرني پانګوال د کومو هېوادونو ډي، خو زياتوي چې د دوی هڅه ده څو له لويو نړيوالو شرکتونو سره د پانګوالۍ په برخه کې اړيکې لا پیاوړې او لومړيتوب ورکول شي‌.

مربوطه مطالب

Back to top button