بهرنیو چارو وزارت: مسعود اظهر افغانستان کې نشته

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر “مولانا مسعود اظهر” ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسلهوالو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم په کلکه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د دغه هېواد حکومت اسلامي امارت ته یو لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونیسي.



