ولسمشر اردغان: شنګهای سازمان سره د یو ځای کېدو هڅې کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۱ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې هیواد یې د شانگهای همکاریو سازمان سره د یو ځای کیدو لپاره لومړني گامونه اخیستي دي.
سږ کال شانگهای همکاریو سازمان کې د ایران عضویت ومنل شو او د بیلاروس د غړیتوب چارې هم پیل شوې خو افغانستان چې په دغه سازمان کې د ناظر حیثیت لري یادې سرمشریزې ته یې غړي نه و ور بلل شوي.
د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې رامنځته شوی، روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان او هندوستان یې رسمي غړي دي.
افغانستان، بیلاروس، ایران او منګوليا په دغه سازمان کې د ناظر دریځ لري او آذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، ترکیه او سریلانکا يې همکاران دي.
د یادونې وړ ده چې چې د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه د ياد سازمان اصلي غړي دي.



