د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ نښتې؛ تراوسه پکې یو ۸۱ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۱ل)

په روانه اونۍ کې د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي نښتو کې د چارواکو په خبره ۸۱ تنه وژل شوي دي او نړیوالو په دواړو خواو غږ کړی چې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تاجکستان ویلي چې په دغو جګړو کې یې ۳۵ وګړي وژل شوي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په جګړو کې ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي چې په خبره یې ښځې، ماشومان او نور ولسي وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.

د تاجکستان حکومت قرغیزستان تورن کړی دی چې په یو جومات او ښوونځي باندې یې د بې پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې يې شپږ تنه وژلي دي.

په ورته مهال د قرغیزستان حکومت ویلي چې د باتکین په سرحدي سیمې کې یې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې چې په تېرو څو ورځو کې د قرغیزستان له سرحدي سیمو کې څخه زرګونه کسان اېستل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button