امریکایي زندان کې وروستی افغان بندي حاجي بشیر نورزی هم راخوشې شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې په امریکایي زندان کې وروستی افغان بندي “حاجي بشیر نورزی” هم راخوشې او نن سهار د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې کې طالب چارواکو ته وسپارل شو.

نوموړی چې د اسلامي امارت پخواني او بنسټګر مشر “ملا محمدعمر مجاهد ته نږدې کس بلل کېږي په ۲۰۰۵م کال کې امریکایانو نیولی و او په ۲۰۰۹م کال کې یوې امریکایي محکمې د مخدره موادو د قاچاق په تور په عمري بند محکوم کړی و.

طالبانو ته ځینو نیږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې حاجي بشیر نورزی د اسلامي امارت تر بیا بیا هڅو او غوښتنو وروسته امریکایانو له زندان څخه ازاد کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button