بایډن: د فریرېکس د خوشې کولو لپاره مو سخته پرېکړه وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۱ل)

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې د اسلامي امارت په مشرۍ له نوي افغان حکومت سره یې د خپل وګړي د خلاصون لپاره سخته پرېکړه کړې ده.

امريکايي وګړی “مارک فرېرېکس” چی شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې د اسلامي امارت لخو نیول شوی و او پرون له افغان سوداګر “حاجي بشر نورزي” سره په تبادله کی خوشې شو.

له سپينې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بايډن د فریرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زیری یې وركړ.

ولسمشر بايډن د فريرېکس کورنۍ ته ويلي چې هغه له ۳۱ میاشتو زندان وروسته خوشې او کور ته روان شوی دی.

هغه د خپل حکومت له چارواکو او اتحادي هېوادونو څخه چې د نوموړي په خوشې کولو کې یې مرسته کړې مننه کړې ده.

بایډن ویلي چې د فریرېکس د آزادۍ لپاره یې په مذاکراتو کې سختې پرېکړې کړې دي.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي وايي چې بشر نورزی د یوه امريکايي وګړي مارک فریرېکس سره په تبادله کی راخوشې شوی چې دغه اقدام له امریکا سره د اړیکو یو نوی باب دی

مربوطه مطالب

Back to top button