کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷ یمې کلنۍ غونډې په څنډه کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال یوځل بیا ټینګار کړی، چې هېوا به یې افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام په نړیوالو غږ کړی، چې افغانستان دې یوازې نه پریږدي ځکه په خبره یې یوازې مثبت تعامل دی چې کولی شي ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
ولسمشر اردغان درغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر مراعتولو ټینګار کړی دی.
د ویلو ده چې د ولسمشر اردغان ترڅنګ د قطر امیر او د نړۍ ګڼو مشرانو هم افغانستان کې پر روان وضعیت څرګندونې کړې دي او له نړیوالو یې غوښتي دي چې افغانستان دې نه هیروي او د هغه هیواد سره دې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.


















