کابل ټکی کام (جمعه، ۱ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د متحده ايالاتونو د بشري مرستو په دوام امریکا له افغانستان سره د (اضافي بشري مرستې) لپاره ۳۲۷ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې پیسو ۱۱۹ میلیونه ډالر د امریکا بهرنیو چارو وزارت کډوالۍ او نفوسو څانګه او ۲۰۸ میلیونه ډالر د دې هېواد د نړیوال پرمختګ ادارې بشري مرستو څانګه ورکوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، له افغانستان او د کډوالو افغانانو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره یې د امریکا مالي مرستو کچه یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
راپور زياتوي، چې د امریکا دا مالي مرسته به په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو نفوسو صندوق، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ورته نورو نړیوالو خیریه بنسټونو له له لارې لګول کېږي.
په اعلاميه کې د امريکايي چارواکو له قوله ويل شوي، دا مرسته به د بېړنۍ اړتیا لپاره د نغدو پیسو، پناه ځایونو چمتو کولو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي، روغتیايي خدمتونو او په هېواد کې دننه له بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي.
د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان کې به هم له مېشت افغان کډوالو سره د مرستو لپاره له دې پیسو کار واخیستل شي، چې د کووېډ- ۱۹ معایناتو او واکسین لړ کې مرسته هم پکې شامله ده.


















