کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا اميرخان متقي” وايي، د افغانستان دښمنان او ځينې ستخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې افغانستان منزوي کړي، خو په وينا يې دې ارمان ته به ونه رسېږي.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې تیره ورځ د کابل کې د رسنيو په مرکز کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال کړې.
نوموړي زياته کړې، له هغې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوي، اداري فساد له منځه تللی او د اقتصادي پياوړتيا لپاره بنسټيز کارونه پيل شوي، خو نړيوال پر ځای د دې، چې د نوي افغان حکومت د هڅو ستاينه وکړي او تعامل ورسره وکړي، په تخريب يې لاس پورې کړي دي.
ښاغلي متقي د بلګې په ډول و ويل: اوسني نظام ۸ سوه زره مامورينو ته له خپلې بودجې معاش ورکوي، د قوشتېپې کانال پروژه چې زرګوونه کسان او سلګونه کمپنۍ په کې کار کوي پيل شوې، د افغانۍ ارزښت يې ساتلی، سرتاسري امنيت يې ټينګ کړي، خو بيا هم نړيوال له افغانستان سره تعامل نه کوي، چې دا يې يو ښکاره ظلم دي.
ده زياته کړې چې همدا اوس افغانستان په امنيتي او اقتصادي لحاظ تر ځينو ګاونډيو او سيمې هېوادونو چې جګړې په کې تېرې شوې په خورا ښه امنيتي او اقتصادي وضعيت کې دی.
ښاغلي متقي و ويل، چې اسلامي امارت پر دې لاس ته راوڼو بسنه نه کوي، بلکې سره له دې، چې ډېرې نيمګړتياوې لري ،خو بيا هم هڅه کوي، چې له نړۍ سره رغنده تعامل ولري او خپله هېواد په خپلو پښو ودروي.
د ده په وينا : دا د اسلامي امارت يوه لويه لاس ته راوڼه ده، چې افغانستان يې عملا د مرکزي آسيا په څلور لاري بدل کړي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير ټينګار وکړ، چې نړيوال او ځينې غربي رسنۍ د دې پر ځای چې د اسلامي امارت دا دومره لويې لاس ته راوړنې ياد کړي، پر ځای يې يوه ډېره کوچنۍ موضوع په شپو او ورځو د خپلو خبرونو سرټکي جوړ کړی وي.
خو په ورته وخت کې يې دا هم و ويل، چې ځينې استخباراتي کړۍ او ځينې هېوادونه لا هم هڅه کوي، چې افغانستان منزوي کړي، خو په وينا يې دوي به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې افغانستان دغه حالت ته ورسوي.
ده و ويل (( ځينو استخباراتي کړيو هڅې پيل کړې، چې افغانستان نړيوالو ته د ترهګرو مرکز معرفي کړي، دوی ځکه دا کار کوي، چې يو پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه غواړي.))
ښاغلي متقي يو ځل بيا پر نړيوالو غږ وکړ، چې بې ثباته افغانستان نه د ګاونډيو، نه د سيمې او نه هم د نړيوالو په ګټه دي، بلکې د ټولو ګټه د افغانستان په امنيت، ثبات او اقتصادي پياوړتيا کې ده.
نوموړي زياته کړې همدې ته په کتو ګاونډيو، د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ښایي چې له افغانستان سره نېک او پر دوه اړخيز درناوي ولاړ تعامل او اړيکې خپلې کړي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.


















