شمالي وزیرستان: په بمي چاودنه کې د پاکستاني پوځ ۲ عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان پوځ وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په ایشام سیمه کې د دغه هېواد د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا چاودنه د ځاي پرځاي شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسوليت چا نه دی منلی، خو د ستمبر په پنځمه د شمالي وزيرستان په دوات سيمه کې په پاکستان پوځ بريد کې ۵ پوځيان وژل شوي و چې مسوليت تحريک طالبان پاکستان منلی و.

مربوطه مطالب

Back to top button