له نړیوالو د ازبکستان غوښتنه؛ د افغانستان اقتصاد ژغورلو ته لومړیتوب ورکړئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل)
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وايي، چې نړيواله ټولنه دې تر هر څه د افغانستان د اقتصاد ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې د اقتصادي حالت د ژغورلو لپاره پر زيربنايي پروژو تمرکز وشي.
د نوموړي په خبره افغانستان کې ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او د افغانستان انزوا کې ساتل به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ښې پايلې ونه لري.



