افغانستان بانګ نن ۱۱ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي، چې نن چهارشنبه ۱۱ ملیونه امریکايي ډالره په یوه داوطلبۍ کې لیلاموي.

دغه بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، شرکتونو، صرافیو او د پولي خدماتو وړاندې کولو له ادارو چې پر شرایطو برابر وي، په دې داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د بانګ خبرپاڼه کې راغلي، چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

‏بانګ وايي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button