کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا روانې غونډې ته د ناورې استازې ویلي، چې د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي.
د ناروې هېواد استازې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د افغانستان منزوي کیدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي.
نوموړې که څه هم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په مشرۍ د نجونو دزده کړو او د دې په خبره په ښځو د محدویتونو د لګولو په برخه کې هم نیوکې کړې دي خو په وینا یې که طالبانو سره اړیکې و ساتل شي یاد موضوعات د خبرو اترو او ډیالوک له لارې حل کیدلی شي.


















