پاکستان: افغانستان سره د ښو اړېکو غوښتوونکي یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۱ل)

‏کابل کې د پاکستان شارزدافیر “اسد عباس” ویلي چې هیواد یې افغانستان سره د ښو اړېکو غوښتونکی دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي ته د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شريف” د وروستۍ وينا افغانستان په اړه د يوي پوښتنې په ځواب کې ويلي چې “د پاکستان او افغانستان اړېکو ته بايد چې د يوه کس دڅرګندونو له زواویې ونه کتل شي.

د یوه کس انديښنې او څرګندونې باید د ولس دښمني مانا وانه خیستل شي.

د دواړو هيوادونو مشران دې د رسمي چینلونو له لاري خپلي انديښنې له يوه بل سره شريکې کړي.

ښاغلی اسد وايي “د پاکستان او افغانستان ولسونه ډيرې مثبتې او فعالې اړيکي لري.

لومړي وزیر شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې په نړۍ غږ کړی و، چې د ملګرو ‏ملتونو د عمومي سکتر لخوا افغانستان لپاره د ۴.۲ مليارد دالرو بشري او اقتصادي مرستو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي” هغه وايي “شهباز شريف د افغانستان کنګل شوو پيسو افغانستان ته د بېرته ورکولو او بانکي نظام د بحالي غږ هم کړی و.

د يادوني وړ ده چې تيره ورځ د افغانستان بهرنيو چارو مرستيال وزیر “شير محمد ‏عباس ستانکزي” د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د شهباز شریف وینا غندلې وه او غوښتنه یې کړې وه چې پاکستاني چارواکي دي د افغانستان په تړاو له ورته څرګندونو ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button