افغان حکومت له روسیې د ارزان تېلو، ګازو او غنمو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۱ل)

افغان حکومت وايي،‌ د روسيې سره يې تر خبرو وروسته د ارزانه خو باکیفیته لومړنیو موادو هوکړه کړې ده.
ذبیح الله مجاهد ویلي، تر راتلونکو څو اونیو پورې به د دې توکو جوپې په ازمېښتي ډول افغانستان ته راوړل شي.
نوموړي پر ټویټر د اقتصاد وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې چې وايي، په تېره سرطان/چنګاښ میاشت کې د اقتصاد وزارت او روسي چارواکو ترمنځ خبرې پیل شوې وې.
د افغان حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نور الدین عزیزي ویلي چې له روسیې سره یې له دغه هېواده د تېل، ګاز او غنمو پېرلو لنډمهاله هوکړه لاسلیک کړې ده.
افغان چارواکي وايي، چې د افغانستان له نورو سوداګریزو شریکانو او خصوصي سکتور سره هم د ورته معاملې لېوالتیا لري چې د افغانانو د اقتصاد او وس مطابق د ژوند د لومړنیو توکو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
د سوداګرۍ وزیر ویلي دا مهمه هوکړه اوس تر یوې نامشخصې ازمېښتې دورې دوام کوي او که دواړه خواوې یې له وضعیت راضي وې نو وروسته به اودمهاله تړون لاسلېکېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button