افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په کنړ کې د دوه پروژو پرانیسته وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په کنړ ولایت کې د دوه پروژو پرانیسته وکړه.

د دې پروژو پرانيسته نن د ماڼوګي ولسوالۍ په دوه کليو کې وشوه.

مسوولين وايي، لومړۍ پروژه د وډی‌ګرام کلي کې د اوبو رسونې کانال دی چې نږدې څلور کلي به ترې ګټه واخلي او په زياته اندازه ځمکه به ترې خړوبه شي.

دغه راز دويمه پروژه د ماڼوګي په کلی کې د طبیعې پېښو په وړاندې د خطر کمولو ساختماني ديوالونو جوړول دي، چې وډی‌ګرام ليسې ساتل او په علی‌خیلو کې د زراعتي ځمکو ساتنه به وشي.

د مسولينو په وينا، په دې پروژه به ۱۸ میلونه افغانۍ لګښت راشي او ۱۱۰ کسانو ته به د درې میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button