کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د افغانستان په خاروه کې د وسله والو ډلو د شتون په هکله د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې بې ځایه بللې دي.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير “سراجالدین مهرالدین” څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي وو، چې افغانستان د ترهګرو ډولو په پټنځای بدلیدونکی دی.
د هغه په وينا، په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کېدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دی.
خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د ده په وينا، د تاجکستان انديښنې بې ځايه دي. نوموړي له تاجکستان څخه غوښتي، چې خپلې اندېښنې دې دوی سره له نږدې شريکې کړي.
باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷ مه غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” هم ورته څرګندونې کړې وې چې د افغان حکومت او افغانانو توند غبرګونونه یې را وپارول د کتوونکو په باور ځینې کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې په دا ډول بې ځایه څرګندونو سره نړۍ ته د افغانستان د ناسم انځور په وړاندې کولو سره افغانستان یو نا امنه هېواد وښيي.


















