اسلامي امارت: د افغانستان د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ تله، ۱۴۰۱ل)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت مودې له پای‌ته رسېدو  وروسته اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د منزوي کېدو له تګلارې کار وانه خلي او د سفرونو د معافیت موده دې وغځوي.

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرستیال ویاند “بلال کریمي “وايي، چې د افغانستان د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه ‌ده، اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی.

په ورته مهال د نړیوالوو چارو شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي. تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماتيکو سرچینو ویلي، و چې د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

باید وویل شي چې تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د افغان سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه‌ دی غځول شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button