د امریکایي اشغال له ماتې څخه افغانانو ته درسونه او عبرتونه!

لیکنه: عبدالجبار وحدت
د انګلیسي، روسي او امریکایي اشغال او د دوی پرله پسې ماتې موږ ته دا درسونه راکوي او یا باید لاندې درسونه ترئ واخلو
۱-حقه مبارزه او پر دې لاره ثبات او د ستونزو ګالل حتما مثبته پایله لري.
۲-الله تعالی حتما د (
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبٰطِلُ ۚ إِنَّ الْبٰطِلَ كَانَ زَهُوقًا
او اعلان وکړه چي: “حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى.”
ژمنه پوره کوي.
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 81
۳- افغانان باید د اشغال تر سیورې لاندې په هیڅ ډول ناسمو شعارونو(وطن یا کفن،کور ډوډۍ، سر ور کوو، سنګر نه ورکوو) باندې و نه غولېږي.
۴- زموږ هیواد هیڅ خارجي دوست نه لري او نه څوک زموږ د ښېګڼې او خیر په پار دلته هجوم کوي، دا ټول مغريض دي او چټل اهداف لري.
۵-موږ باید خپل ځانونه ،خپل هېواد او خپل نظام پخپله جوړ کړو، د هیڅ چا په اشاره باید خپل اسلامي نظام و نه نړوو.
۶-دلته د امنیت، اردو، صفر یو ، اربکي،کمپین والا او پولیس تر عنوان لاندې باید نور د هیڅ یرغلګر د دفاع په موخه ملېشې جوړې نه شي، باید خپل بچي نور د یرغلونو د استحکام لپاره قرباني نکړو.
۷-د هېواد اصلي بچیان ،خادمان او واکداران باید وپېژنو،پالنه او ستاینه یې وکړو.
۸-د خپل ټوپک شپېلۍ باید د څو ډالرو په مقابل کې د ورور سینې ته ونه نیسو،راځۍ دا شپېلئ د یرغلګرو په سینو خالي کړو.
۹-موږ باید خارجي څارګرې کړۍ درک او وپېژنو.
۱۰- نور باید په هیڅ نوم او پلمه خپل اسلامي نظام و نه نړوو، ځکه موږ یې عملا زیانونه ولیدل چې د تېر امارت له موقتي ماتې وروسته موږ څومره شهیدان، کونډې او یتیمان درلودل.
۱۱-زموږ ځوان او تنکی نسل باید د غرب له فکري یرغل څخه ډېر په ماهرانه ډول وژغورل شي.
والسلام



