کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د ( ترکیش ایرلاینز) په نوم د ترکیې يو هوایي شرکت غواړي چې د راتلونکې مارچ میاشتې راهيسې افغانستان ته پيل کړي.
ياد شرکت د مارچ له ۲۷مې افغانستان ته د ټکټونو پلور پيل کړی دی.
د نوموړي شرکت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د دغه شرکت الوتکې به هره ورځ یو پرواز له استانبوله کابل او په اوونۍ کې درې ورځې به له استانبوله مزار ته الوتنې کوي.
په افغانستان د ا.ا.ا له واکمنۍ سره سم، نړیوالو هوایي شرکتونو لکه ترکیش، امارات او فلای دوبۍ افغانستان ته الوتنې وځنډولې.
او اوس مهال د کیش ایر په نوم د ایران یو هوایي شرکت، اریانا او کام ایر هوایي شرکتونه له کابل او څو نورو ښارونو بهر ته الوتنې کوي. چې له دې وروسته به د «ترکیش ایرلاینز» په نوم هوايي شرکت هم الوتنې پيل کړي.
















