ټولګټو وزارت: ‏د بسکي پُل د ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ روان دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د زابل ولایت اړوند د کابل – کندهار لویې لارې پر مسیر د بسکي پُل د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په چټکۍ سره روان دی.

دا پُل، ۲۴ متره اوږدوالی او څه باندې ۸ متره پلنوالی لري.

‏د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پل د بیارغونې کار د یوه ترکي قراردادي شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي او د زابل ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې نظارت کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button