کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ډ پاکستان بلوچستان ايالت په ډيره اسمعيل خان سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۱۱ افغان کوچیان مړه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، پېښه د کوچیانو د ټریکټر ټرالۍ او ټرک ترمینځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
راپور زياتوي، په دې پېښه کې د ۶ زنانه په شمول ۱۱ افغان کوچیان مړه شوي او ۳۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، تر پيښې وروسته ټپيان د تداوۍ پ موخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.


















