هند: د واورې ښویېدو پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور نادرکه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په هند کې د واورې ښویېدني له امله ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور نادرکه دي.

دا پېښه د هند د اترا کنډ ایالت اړوند د هماليا په غرونو کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي، د غر ختونکو له ډلې ۳۴ زده کوونکي او ۷ تنه لارښوونکي دي.

د ځايي چارواکو په وينا ياده ډله د لار موندونکې آلې د کارولو پر تمرین بوخته وه چې له پورته پرې واوره راوښویېدلي.

پولیس ويلي، چې تر اوسه يې ۱۴ تنه ژغورلي او شاوخوا ۲۰ تنه نور نادرکه دي.

رپوټونه وايي، د هند هوايي ځواک هڅه کوي چې نادرکه شوي کسان پیدا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button