مسکو واشنګټن ته: د اوکراین په جګړه کې له پارونکو اقدامات لاس واخلئ کنه له بدو عواقبو سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا د اوکراین ګڼې اشغال شوې بېرته نیولې مسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی، چې که د اوکراین په جګړه کې له پاروونکو اقدماتو لاس وانخلي نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

واشنګټن کې د روسیې سفیر “اناتولي انتونوف” ویلې، چې له اوکراین سره د پوځي مرستو دوام د روسیې او لويدیځ تر منځ د مخامخ جګړې ګواښ زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکراین د پلازمینې کېیف په ګډون یې د یاد هېواد په ګڼو ښارونو کې یو شمېر پوځي اهداف په نښه او له مینځه وړي دي.

باید وویل شي چې د روسیې لخوا پر اوکراین تر برید وروسته لویدیځ په ځانګړي ډول امریکا اوکرایني پوځیانو ته د لسګونو میلیارده ډالرو په ارزښت ډول ډول وسلې ورکړې چې له امله یې اوکرایني ځواکونو د روسانو د یرغل مخه ونیوله او ګڼې اشغال شوې سیمې یې بېرته د اوکراین برخه وګرځولې.

مربوطه مطالب

Back to top button