کابل: د احمدي په نوم مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د کابل ښار په میرویس میدان کې په يوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

اورلګېدنه په میرویس میدان کې د احمدي په نوم مارکېټ کې رامنځته شوې، چې تراوسه يې لامل نه دی معلوم.

چارواکي وايي، چې اورلګېدنه د کابو کېدو په حال کې ده، د اطفایې پرسونل اورلګېدنې ځای ته رسېدلی او د اور په وژلو بوخت دي.

د کابل په سترو مارکيټونو کې وخت ناوخت اورلګیدنه د برېښنا د شارټۍ او ګيس ډبو د چاودنو له امله رامنځته کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button