امریکا وایي بیا په افغانستان کې د پوځي مداخلې تیروتنه نه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت سرپرستې “کارين ديکر” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې، هېواد به يې بيا په افغانستان کې د پوځي مداخلې تېروتنه ونه کړي.

آغلې دیکر زياته کړې، هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکړي او هغوی وهڅوي چې امنيت ټينګ کړي او د دې په خبره د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د ديکر په خبره چې ښوونځيو ته د نجونو تګ او دغه راز د امنيت ټينګول هغه دوې مسئلې دي چې امريکا پرې له طالبانو سره خبرې کوي.

د امريکا د سفارت سرپرستې په ټينګار سره ويلي چې څوک دې ترې افغانستان کې د پوځي مداخلې تمه نه لري.

د نوموړې دا څرګندونې ظاهراً د دوستم د هغې خبرې په غبرګون کې دي چې ويلي وو، که نړيواله ټولنه ورسره مرسته وکړي نو طالبان به په دوو اونيو کې له شمالي ولایتونو وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button