کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د سي ان ان ټلویزیون خبر ورکړی چې، تر اوږ ده ځنډ وروسته په لومړي ځل د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت او امریکایي لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې ناسته شوې ده.
سي ان ان د ځینو باوري سرچینو په حواله ویلي چې سپینې ماڼۍ په دې ناسته کې د ګډون په موخه د استخباراتي ادارې مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون یو پلاوی لېږلی دی.
په راپور کې دغه راز راغلي چې له کابل څخه په ورغلي پلاوي کې د نورو کسانو ترڅنګ د افغان حکومت د استخباراتو رییس “عبدالحق وثيق” شامل دی.
سرچينې زياته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم ګډون درلود.
په راپور کې راغلي چې له تېر يوه کال راهیسې د امريکا او افغان حکومت ترمنځ څو ځله ناستې شوې وې؛ خو په کابل کې د امریکا لخوا د القاعدې د مشر “ایمن الظواهري” د وژل کېدو تر ادعا وروسته دا لړۍ درېدلې وه.
د راپور له مخې د قطر په تازه ناسته کې د امريکا د استخباراتي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهین د عبدالحق وثیق په مشرۍ د کابل پلاوي سره په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
باید وویل شي چې تر دې دمه اسلامي امارت او امريکا په رسمي توګه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

















