مجاهد :د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” وایي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی.

د مجاهد په خبره هڅې روانې دي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځپ پرانیستل شي.

د ښاغلي مجاهد د معلوماتو له مخې، د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی.

د اسلامی امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له وروستیو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هرکلی شوی.

خلکو ټینګار کړی، چې د اسلامی امارت چارواکی باید په دې اړه پر خپلو ژمنو ودریږي او د ملت مشروع غوښتنو ته دې غاړه کېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button