کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د کابل امنيه قومنداني وايي، چې د پلازمینې کابل ۱۱مه ناحيه کې يې د غلو درې ډلې نيولي دي.
د امنيه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يوولسمې حوزې جنايي پوليسو دا درې ګروپه غله چې ټولټال ۹تنه کېدل د موټرو، موبایلونو او نمبر پليټونو غلا په تور د ولس په همکارۍ نيولي او پخپلو جرمونو يې اعتراف کړی.
امنيه قومنداني وايي، د يادو غلو دوسيې يې اړوند ارګان ته لېږلي دي.
که څه هم په کابل کې د مخکيني حکومت په پرتله غلاوې تر ډېره حده کمې شوي، خو لا هم وخت ناوخت ځينو سيمو کې غلاوې کېږي چې د مسولينو په وينا د امنيتي ځواکونو له خوا د غلاو د ختمولو په موخه هڅې تر پخوا لا زياتې شوي دي.

















