کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې تاجکستان کې د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې برخه اخیستې وه چې منګولیا ته یې پکې پنځه صفر ماته ورکړه او له کوربه لوبډلې یې دوه صفر ماته ومنله.
د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو اېچ ګروپ کې دویمه راغلې او دغه جام ته یې لار موندلې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د H ګروپ دویمه غوره لوبډلـه شـوه او د اسیا ۱۷ کلنو جـام تـه يې لاره وموندله.