کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا چې په افغانستان کې روان امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي، دغه روان حالات پر افغان ولس باندې ناوړه اغېزې کړي دي، او د دوی تر منځ یې اندېښنې را ولاړې کړي دي، چې د هېواد سیاستوال او کارپوهان یې وجه د افغانستان دوه مشران بولي.
دا په وروستیو کې د امریکا یو شمېر چارواکو د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنې هم وښوولې، چې اوسمهال د امریکا د مرکزي استخباراتو رئیس جیمز کلیپر سنا ته پخپله وینا کې وویل، «افغانستان د سیاسي سقوط له ګواښ سره مخ دی، او که چیرې یې وضعه همدا شان دوام وکړي، نو له خطره ډکې پایلې به ولري.»
کلیپر همدا شان وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې له سیاسي ناکامۍ سره مخ دی.
کلیپر په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو په هکله وویل، «ډاډمن نه یم چې په افغانستان کې دې سوله راشي، ځکه د طالبانو په شرایطو کې هیڅ تغیر نه ښکاري.»
کليپر دا وینا په داسې حال کې کوي چې په وروستیو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د طالبانو له سختو بریدونو لاندې دي.
له دې څخه مخکې هم نیویارک ټایمز د ولسمشر غني له قوله دا خبره کړې وه «که په راتلونکو څو میاشتو کې سوله را نشي، نو ۲۰۱۶م کال به د افغانستان بقا خوندي نه شي کړای.»
د یادولو ده چې د هېواد ډېری خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده، چې له کبله یې افغان حکومت له سیاسي او اقتصادي ګواښ سره مخ دی.
















