کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د یمن د یوې دولتي رسنۍ (سبا) په یوه راپور کې ویل شوي دي چې دوه ورځې وړاندې د بلک واټر امریکایي خصوصي پوځي کمپنۍ ۷ تنه د یمن د تغز په جبهه کې ووژل شول او ۳۹ تنه نور یې ټپيان شول، چې اوسمهال بلک واټر له یمن څخه د وتلو پرېکړه کړې ده.
بلک واټر چې د امریکا یوه وحشي کمپنۍ ده، په افغانستان، عراق او نور هېوادونو کې یې په جګړه کې برخه اخیستې ده.
راپورونه وايي چې اوسمهال ۵ الوتکې په یمن کې د خپلو پاتو پوځيانو د ایستنې ته تیارې دي.
















