نن د افغانستان او چین تر منځ اقتصادي هوايي دهلېز بېرته فعال او ۲۰ ټنه جلغوزي چین ته واستول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸تله، ۱۴۰۱ل)

‏چارواکي وايي، تر لس مياشتني ځنډ وروسته نن ۲۰ ټُنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته واستول شول.

چین ته د هوايي دهلېز له لارې د بیا صادراتو پيل پرانیست‌غونډه کې د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وويل، چې چین ته د هوايي دهلېز له لارې به د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې پياوړې او د جلغوزو صادرات به د پام وړ وده وکړي.

ښاغلي برادر زياته کړه: «هوايي دهلېزونه د افغانستان په شان په وچه کې راګیر هېواد ته یوازینۍ لاره ده، چې خپل مالونه بې له کوم خنډ د نړۍ مارکېټونو ته ورسوي.»

د برادر په وينا، څو ورځې مخکې افغانستان د ځمکې له لارې د ازبکستان او قرغیزستان له طریقه، له چین هېواد سره وصل شو او د افغان تجارانو لپاره فرصت برابر شو،څو د چین مارکېټونو ته اسانه لاسرسی ولري.

ملابرادر وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي؛ ترڅو وکولای شو د چین ترڅنګ ترکیې، اروپا، هند او عربي هېوادونو ته هم صادرات ولرو.

برادر زياته کړه«په نږدې راتلونکي کې به پر ترکیې سربېره د ډېری هېوادونو هوايي شرکتونه افغانستان ته پروازونه پيل کړي.»

مربوطه مطالب

Back to top button