د اوکرایین جګړه؛ پر پلازمېنه کېف د روسیې هوایي بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د اوکراين په پلازمينه کېيف کې نن سهار د درنو چاودنو غږونه اوريدل شوي دي.

اوکرایني رسنۍ وایي چې روسيې تر اوږده ځنډ وروسته پر کيېف بيا هوایي او د توغنديو بريدونه کړي دي.

چاودنې د کيېف په مختلفو سيمو کې شوې او په خواله رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ځينې ودانۍ ښکاري چې لوګي ترې پورته کيږي.

اوکرایني رسنۍ وایي، چې د روسیې هوایي بریدونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

باید وویل شي چې د روسیې لخوا پر پلازمېنه کيېف دا بریدونه وروسته تر هغه ترسره کېږي چې وړمه ورځ د روسيې او کريميا ترمنځ نښلوونکی پل د یوې موټر بم چاودنې له امله ویجاړ شو.

د روسیې ولسمشر پوتین د چاودنې پړه پر اوکراين ور واچوله او ادعا يې وکړه چې اوکرايني استخباراتو يې د يوې مهمې زيربنا د ويجاړولو هڅه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button