د ناټو سرمنشي: روسيه په اوکراين کې له ماتې سره مخ ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۱ل)

د ناټو سرمنشي وايي، چې اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او روسیه د ماتې سره مخ ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ويلي، چې ناټو به د اړتیا تر حده د اوکراین تر څنګ وي او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې دغه جګړه پیل کړې، له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو سره دغه جنګ پای ته رسولی شي.

سټولټنبرګ په بروکسل کې يوه کنفرانس ته وويل: “د عمل ابتکار د اوکراین په لاس کې دی او خپلو پام وړ لاسته راوړنو ته دوام ورکوي. حال دا چې روسیه د ملکیانو او حیاتي بنسټونو په وړاندې خپلو وحشتناکو او ړندو حملو ته دوام ورکوي. ولسمشر پوتین په اوکراین کې د ماتې په حال کې دی. د سیمو د الحاق، د ځواکونو د نسبي جلب احضار او د اټومي حملو په اړه یې بېباکانه لفاظي د یوې جګړې د پیل نښه ښيي.”

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د اوکراین پوځ ويلي و، چې په پلازمېنه کییف د روسیې له خوا ۸۳ توغندي ویشتل شوي، چې ۴۳ یې په هوا کې د هوايي مدافع د دستګاه له خوا شنډ کړای شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button