خالق یار احمدزی
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې دوه جلا هشتاګونه چې یو یې د هزارګانو په ملاتړ او بل هم د اتحاد په پیغام ورټول وه، په پراخه کچه رسنیز /ټرینډ شول
دلته مو د یادو هشتاګونو د موخو، پایلو او ځینو وړاندیزونو په هکله بحث کړی، چې لوستلو ته یې ته تاسو را بولو.
وروسته تر هغه چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په نامه پر یوه ښوونیز مرکز د خوارجو باغیانو له لوري خونړی برید ترسره شو؛ بهر میشتو هزاره ګانو او په لویه کې د افغانستان د اوسني حکومت مخالفینو له دې سوژې څخه د اسلامي امارت پر وړاندې، د یوې تبلیغاتي حربې په توګه ستره ګټه واخیسته.
لومړی یې هشتاګ په پراخه کچه ټرینډ /خپور کړ او بیا یې په امریکاي او ګڼو اروپایي هیوادونو کې د هزارګانو په ملاتړ ستر او کوچني تجمعات راوبلل.
پر هزاره ټبر که څه هم د جمهوریت پر مهال تر دې زیات خونړي بریدونه د داعشي خوارجو لخوا ترسره شوي وه، خو دا لومړی ځل وه، چې د یوه خاص قوم له نوم څخه په استفادې له یوه برید څخه سیاسي استفاده کیږي.
ددې تبلیغاتي پروپاګند، خطرناکې موخې:
دغه هشتاګ یوې رسنۍ نه؛ بلکې یوې سترې مافیایي کړۍ پرمخ یووړ، چې آن د امریکا په شمول د ځینو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي هم په کې ښکیل شول؛ ظاهراً یې رسنیز پوښښ څو مشهورو رسنیو کاوو، خو تر دې ورآخوا یې د تجمعاتو او لاریونونو په برخه کې لوی ولسي بسیج او مالي ملاتړ د همدې مافیا پر غاړه وه.
دوی څه غوښتل؟
دوی دوه خطرناکې موخې درلودې، لومړی داچې د فعلي نظام پر وړاندې د هزارګانو له را پارولو څخه سیستماتیکه ګټه واخلي او نورو قومونو ته هم دا الهام ورکړي، چې ګواکې د اوسني حکومتي جوړښت په اډانه کې د پراخ ګډون د تر لاسه کولو لپاره له دوی سره منسجم شي او خپل شوم فرمایشات او ناکاره غوښتنې پر اسلامي امارت تحمیل کړي.
دویمه او خطرناکه غوښتنه یې په افغانستان کې د هزارستان په نامه د یوې مخفي تجزیوي دسیسې پر مخ وړل وه، څو په دې توګه هغه پلان مخته یوسي، چې تر پرونه یې لویدیځ اخوندیز رژیم او بهر میشتو هزاره ګانو سپانسر کاوو.
د دې کړۍ موخه د هزاره ګانو پړسول نه دي، بلکې غواړي په سیستماتیکه توګه د تلې پر هر پل باندې تمرین وکړي.
کله د هزارستان بیرغونه پورته کوي، کله بیا د فدارلیزم چیغې وهي،، کله د پښتونستان نعره له جنوبي ګاونډي راپورته کړي، کله د غیر متمرکز نظام داعیه مخته وړي او کله بیا هم د قومونو پر سر د تجزیه طلبي ویش غواړي.
دغه کړۍ چې له بهره یې غوښن ملاتړ کیږي؛ په دې توګه غواړي، له هر ممکنه سوژې څخه چې دوی د یوه متحد افغانستان سقف را نړولی شي کار وکړي.
دوی غواړي معلومه کړي چې څنګه کولای شي، افغانستان لومړی پر لویو قومونو او بیا پر کوچنیو خیلونو وویشي او د تل لپاره دا د ویاړونو برم په هغه برخلیک اخته کړي، چې بهرني تمویلګر یې ترې هیله لري.
له تیرې ورځې را په دې خوا د دوی ددغه تویتري حشر پر وړاندې افغانانو د متحد افغانستان هشتاګ په کارولو سره پیل وکړ او په ۲۴ ساعتونو کې یې د لسګونو زرو تویتونو په مټ، دوی ته دا وانمود کړه، چې افغانان لکه اوبه داسې دي، هیڅکله بیلتون نه لري او هر ځای او وخت چې سره بیل شوي، بیرته سره نښلیدلي دي.
خو ددغه هشتاګ کارونې د یادې کړۍ چیغې پورته کړې او به ډاګه یې د افغانانو د اتحاد پر وړاندې سنګر ونیووه.
د تیرې ادارې لوړپوړو چارواکو د افغانانو دا پراخ انسجام وغانده او په مختلفو تویتونو کې یې خپل هغه خباثت چې له کلونو راهیسې یې پټ ساته، په ډاګه کړ.
رسنیز بانډ یې هم په وارخطایي سره د دې هشتاګ له خطرونو خپل فکري ملاتړي خبرول او له هغوی یې غوښتل، څو د هزاره ګانو د نسل وژنې په تړاو خپلې رسنیزې داعیې ته لا زور ورکړي.
د پای خبره:
د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه رسنیز مسؤلین یې باید په زغرده واوري، تر هغو چې د پردیو لخوا ددې ناوړه، کرل شوي تخم د جرړو ایستلو ته یې کار نه وي ویلای؛ بیه به یې هر افغان په وخت سره پرې کوي.
لهذا؛ دلته یو څو غوښتنې له اړوندو ادارو کوو….!
۱_د مخابراتو وزارت باید نور له درانه خوبه را بیداره شي، خپل کاري او کدري ټیم ته دنده وسپاري، څو په سیستماتیکه توګه د بهرنیو تبلیغاتي چینلونو مخه ونیسي.
که دا کار دوی په دوو تړل شویو رسنیو خلاصه کوي، ښایي تیروتنه وي؛ ځکه دلته یوه لویه مافیا ده، چې باید په هر قیمت وي، مخه یې ډب شي.
البته که دا کار د لاسته راوړنې په توګه اعلان نه شي، ښه اثرات به ولري.
۲_د رسنیزو تخطیو کمیسیون هم مسؤلیت لري، چې د بهرنۍ تبلیغاتي دستګاه د تخریباتو د مخنیوي پر وړاندې ګامونه ګړندي کړي، خپلې غونډې دې زیاتې او هره برخه کې دې قاطعیت غوره کړي.
۳_ د اسلامي امارت مشران دې رسنیزې برخې ته ژبور او په کار پوهه رسنیز مسؤلین وګماري او دشته فعالو رسنیو ضمني سپانسر دې هم وکړي، څو یې هم د فلج کیدو له مسؤلیت هم خلاص وي او هم یې په کوردننه رسنیز بانډ هم پر خپله ګټه راڅرخولی وي.
۴_ هغه رسنیز ملګري چې د اسلامي امارت په ننګه یې تیر انقلاب کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې، دوی اوس هم د پخوا په څیر فعلي نظام ته ژمن او ننیدلي سره زر دي،چې باوري یو په هیڅ وخت کې به د اسلامي امارت پر وړاندې دریځ ونه نیسي؛ نو دوی باید په یوه لویه ستاینغونډه کې وستایل شي او د هغوی خدماتو ته په کتو سره باید په مختلفو سترو تقدیرنامو /ډالیو ونازول شي.
۵_ د وزارتونو او ولایتونو رسنیز مسؤلین باید مسلکي روزنه ترلاسه کړي او په هره مسلکي برخه کې په کار پووهو کسانو ته ارجحیت ورکول شي، دغه راز رسنیو ته د سیاسي مرکو او بحثونو پخاطر باید په پالیسي بلد، پوه، حاضر ځوابي او مسلکي د خبرو خلک ور ولیږل شي.
۶_ رسنیو ته باید د خپلواکي اصل او حدود ور وښوودل شي او له یادو حدودو څخه د انحراف سزا هم ورته په ډاګه شي؛ دغه راز چارواکي هم باید له رسنیو څخه د سالمې نیوکې زغم په ځان کې پیدا کړي.

















