امریکا ته د روسیې ګواښ: اوکراین سره نظامي مرستې بندې کړئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۱ل)
اوکراين ته د پرمختللو وسلو د ورکړې په تړاو د امريکا د ولسمشر “جوبايډن” تر ژمنې وروسته، روسيې خبرداری ورکړی، چې د دې کار بدې پايلې به د امريکا پر غاړه وي.
واشنګټن کې د روسيې سفير “اناتولي انتونوف” ويلي، چې کیېف ته د نظامي تجهيزاتو په استولو سره متحد ايالتونه ځان مخامخ د اوکراين او رسيې په جګړه کې ور ښکېلوي.
هغه ويلي چې هېواد يې په اوکراين کې پروني بريدونه د هغه هېواد د ترهګريزو اقداماتو په غبرګون کې کړي او خبرداری يې ورکړی چې له کيېف سره د نظامي مرستو دوام به د روسيې او ناټو د مخامخ ټکر ګواښ لا ډير زيات کړي.
انتونوف ويلی چې امريکا او متحدين يې د اوکراين په جګړه کې سرو کرښو ته ور نږدې شوي خو خبرداری يې ورکړی چې که له يادو کرښو تېر شي نو له بدو عواقبو سره به مخ شي.
د روسيې دا غبرګون تر هغې وروسته دی چې امريکا د روسيې پر خلاف جګړه کې اوکراين ته د هوايي دفاع د پرمختللو وسلو د ورکړې ژمنه وکړه.
باید وویل شي چې امريکا دا ژمنه د اوکرلیین پر پلازمېنه کيېف او ځينو نورو ښارونو د روسيې د پرونيو خونړيو بريدونو په ځواب کې کړې ده.



