کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانکړې اوونۍ د تلې میاشتې له ۲۴ نیټې څخه پیل کیږي، چې پکې د خیرپاله وګړو لخوا مرستې راټولیږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه په کال کې یوه ځانګړې اوونۍ لري، چې د میزان له ۲۴ پیل او په ۳۰ نیټه ختمیږي، افغاني سرې میاشتې ټولنه په ملي سوداګرو،دولتي مامورینو، د نقلیه وسایطو خاوندانو، هټیوالو، خیرپاله وګړو، د ښوونځیو او پوهنتونونو شاګردانو او محصلینو باندې غږ کوي، چې د ټکټونو په پیرلو کې او اعانې راټولولو کې برخه واخلي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اوونۍ د بشري کړاوونو په برخه کې د ګډو هڅو او مرستو غوره فرصت دی، تاسو هم د یو ټکټ په پیرلو سره د زړه سوري ناروغانو تر څنګ د بیوزله او غریبو کورنیو لاسنیوی وکړۍ.















