افغان حکومت: د امريکا د ویزو بندیزونو لګولو پرېکړه په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۱ل)

افغان حکومت وايي، چې د امارت په ځينو مشرانو د امريکا د ویزو بندیزونو لګولو پرېکړه په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي.

‏د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د امريکا يادې پريکړې ته په غبرګون کې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګوي.

‏د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې امريکا دا اعلان داسې مهال کوي، چې روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو په دوحه کې په مختلفو کچو تفصیلي ناستې لرلي او پر نږدې ټولو د پام وړ مسایلو يې خبرې اترې کړي دي.

‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا متحده ايالتونه بايد په دوحه کې د وروستيو خبرو په پام کې نيولو سره مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې هم وښيي چې اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې ده:«دغه ډول پرېکړې، په دوو اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي.»

‏د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي، چې د دواړو لوریو په ګټه نه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button