امین وردګ
ټول افغانستان آرام، آزاد او آسوده شو، خو د شمال په ځینو سیمو کې لا هم افغانان کړیږي، لا یې هم په ښکلو درو کې د مرمیو کړس کړوس شته او د باروتو بویونه پکې تاویږي.
بلې! هغوی هم زموږ د بدن غړي دي ځکه خو یې په دردونو دردیږو.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې: هلته شورماشور چا جوړ کړی او څه غواړي؟
که څه هم چې د یادې پوښتنې ځواب یوازې په څو کرښو سره نه دی ممکن ، ځکه چې دا یوه حساسه او اساسي پوښتنه ده، خو زه به کوښښ وکړم چې په اجمالي او خولصه توګه یې تاسو ته ځواب ولیکم.
له نن څخه پنځه اویا کاله وړاندې چې کله انګرېز ښکېلاک په سیمه کې یو مکار بچی (پاکستان) د هند او افغانستان له هډو او غوښو څخه وزیږولو او دواړو هېوادونو ته یې د سرحدونو په هکله لاینحله معضله پرېښووه، نو همغه وخت یې د شرقي پاکستان (بنګال) او شمالي افغانستان د بېلولو پلان هم ورسره جوړ کړ، چې بیا څه باندې دوې لسیزې د پاکستان په بیا تجزیه وتوانېدلو، مګر د ویښو افغان مشرانو د دوراندېش تفکر او عمل له امله د افغانستان په بیا تجزیه کې پاتې راغلل، هغه ځکه چې: د وخت حاکمانو د افغانستان شمالي ټولنه سره ګډه کړه، هغوی له مرکز او جنوب څخه هلته مختلف پښتانه قامونه نقل کړل؛ د همدې لپاره چې د قام په نوم انګرېز خپل شوم هدف ته زړه ښه نه کړي او د افغانستان دغه با ارزښته خاوره له منځنۍ آسیا سره و نه تړي، چې بیا سالنګونه هم د واخان په توګه د شرق او غرب تر منځ دېوال شي.
تاسو د تېر اشغال په دویمه لسیزه کې ولیدل چې د فدرالي نظام خبره د شمال جنجالیانو توده کړې وه! نو ځکه خو هغه مهال د ااا مشرانو له پوره ځیرکتیا څخه کار واخیست او د ش هید ملا عبدالسلام آخوند په برکتي لاسونو یې کندوز فتح او د تجزیې فکر یې شنډ کړ، چې موږ باید دغه ستر انسان ته (د وحدت اتل) لقب ورکړو.
دا د بېلتون خبرې چې نن ځینې لنډغر کوي دا اوسنۍ نه دي! بلکې له همغه ۱۹۷۰ میلادي کال څخه پیل شوې، تر دې چې روسانو یرغل وکړ او شمالي جنجالیانو ته زرین فرصت (د یوې زماني مقطع په توګه) لاس ته ورغی، ځکه خو یو ځل بیا انګرېزي نائب فاعل (پاکستان) امریکا + روسیې (په غیر مستقیمه توګه) لومړی مجددي، پسې رباني د اعلی سرقومدانانو په توګه ملت ته وړاندې کړل او بیا یې د دفاع وزارت هم مسعود ته پسې ورکړ!!!
جالبه دا چې: هغه مهال د کابل په جګړو کې د عامو کابل ښاریانو په وینو- تر ټولو ډېر لاسونه د مسعود او دستم سره شول، خو یوه ته غربیانو د (ملي اتل) لقب ورکړ او بل ته مارشالي.
زه نه وایم چې یوازې دغه دوه کسه ملامت وو او نور سلامت! بلکې مزاري، سیاف، رباني او حکمتیار هم لوی قاتلین بلل شوي او موږ یې هم بولو؛ خو دغو دوو ته ستر القاب او درانه عناوین ورسېدل.
تاسو تاریخ وګورئ! مسعود په لومړیو کې له روسانو سره په سالنګونو کې ولې ټینګه مبارزه کوله؟ خو له مخفیانه پرتوکول وروسته بیا هېڅکله هم سالنګونه بند نه شول او نه جنګ پکې وشو! همدا راز د پنشېر له درو څخه هم روسان پاک ووتل.
د غربي ښکېلاک له راتګ او دوام سره ولې دغو خلکو مخالفت و نه کړ؟ ولې دوی ته لویه او خوږه برخه ورکړل شوه؟ دوی ولې و نه ځورېدل؟ ولې پنشېر ته غربي تاړاکګر په تهاجمي او یرغلیز ډول نه ننوتل؟ دا ټولې پوښتنې پر دې دال دي چې؛ دغه جنجالیان فقط د افغانستان تجزیه غواړي ځکه یې غربیانو ته وروڼه وویل او افغانان دښمنان بولي! له هغوی سره نر اوښځې ګډ تاوېدل مګر له افغانانو سره یې د بدۍ لاره غوره کړې.
اوس وګورئ! په ډېرې بې شرمۍ سره د مقاومت نارې وهي او کله کله ((الله اکبر)) هم وایي؛ فقط ته وا له سره کافر سره یې جنګ دی؟! حال دا چې هم یې له پخواني شوروي سره پرتوکول لرلو او هم له ناټو تاړاک سره؛ هلته یې ملاوې ماتې او خولې نښتې وې چې مبارزه او مقاومت یې کړی وای خو اوس یې چې درو ته د امن او ورورولۍ له پیغام سره مله افغانان ورغلي، نو جګړې ورسره کوي؛ هغه هم د پردۍ مور د زامنو په زور! دوی خو ټول تښي دي او په خارج کې خپلې چړچې کوي.
زه پدې هلکه یوه وړاندوینه کوم او هغه دا چې: پر دغو جنجالیانو به غربیان تر یوه وخته څه مصارف وکړي، خو نتیجتاً ناکامیږي؛ ځکه چې مبارزه یې انګېزه نه لري او بې معنا ده.
دغه پسه مخلوق ته زه وایم چې؛ وا د خدای ظالمانو! په تجزیه کې والله که ګټه وي! که تاسو وایاست چې له پښتنو به ځانونه خلاص کړو نو دا خوب مو ځکه اوبو ته ووایاست؛ چې نور هم در روان دي! له هغوی سره به څه کوئ! د قوشتپې کانال که له خیره تکمیل او ټول کارونه یې په بریالۍ توګه سر ته ورسېدل، نو زېری مې درباندې چې په لسګونو زره داوطلب پښتانه به نور هم درواوړي.
نو خبره مې دا کوله چې؛ والله که یا زموږ له تاسو سره په اختلاف کې ګټه وي او یا ستاسو له موږ سره؛ بلکې د ټولو اړخونو ګټه په اتحاد کې ده.
هزاره وروڼه زموږ سرمایه ده او زموږ کار بار ټول دوی روان کړی، تاجکو مو دفترونه مزیین کړي، ترکمنو، ازبکو، ګجرو، ایماقو، پشیانو، نوریستانیانو او بلوڅو مو درې، دښتې او غرونه ښکلي کړي، پښتانو میدان راته ګټلی؛ نو مطلب ټول قامونه زموږ د هېواد اعضاء او غړي دي، باور وکړئ چې هر قام حذف شي موږ به درد او کمی احساس کړو.
نو راځئ چې متحد شو، متفق شو او هېواد له تجزیې وساتو.
زه باور او یقین لرم چې دغه د مقاومت په نوم ډله فقط د هېواد پاشل غواړي او بله دا چې؛ قدرت او ثروت یې له لاسه ووتل، نو دغه درد یې اوس آرامه نه پرېږدي ځکه خو له مختلفو حربو څخه کار اخلي او ډول ډول ناپړیتې جوړوي، تر څو یې د بدني اعضاؤ سوخت لږ آرام شي او بله دا چې؛ نور نو په خارج کې هم دوی ته څوک په ښه سترګه نه ګوري او نه باور پرې کوي؛ له همدې امله سوزي او هر بوټي ته لاس او هرې خواته خولې اچوي.
مشران یې ټول سره له فامیلونو بهر څوک په حسرت او څوک په عشرت کې ژوند کوي، خو کشران یې د پیسو او وچو کلکو نامعقولو اتهاماتو په زور غرونو ته خېژولي چې کله د مسعود پرړې ورته بیانوي او کله د سقاو کاکا؛ هغه نو کشران فکر کوي چې ګني دوی به نو هم یو وخت له سټوانو څخه چوپان کبابو ته ورسیږي او په کابل ښار کې به بهتربن شهرکونه او مارکېټونه د دوی وی، مګر داسې نه ده! دا ځل موضع فرق کوي!
په پای کې دا قسم کوم چې؛ والله که مې د یوه پنشیري او یا یوه هزاره، ازبک یا ترکمن په یوه څاڅکي وینه هم زړه کیږي چې تویې دې شي.
زه وام بهترین فرصت دی زموږ لپاره! نو راځئ چې له دغو انساني ملائکو سره په صداقت خدمت وکړو!
تاسو باور وکړئ چې د افغانستان په تاریخ کې موږ ته الله داسې صادق او مخلص مشران بل وخت نه وو راکړي! خیر دي! اوس به ځینې خلک د تعصب له وجې زما پر دغې مدعا اعتراض وکړي مګر سل کاله وروسته نسلونه به د اوسنیو غازیانو څپلۍ لا پر سترګو وموښي.
ما خو پېژنۍ! چې ټول وخت مې ځولۍ له انتقادو ډکه وي او (پرته له الله څخه) له هېچا وېره نه لرم چې څوک مې چاپه لوس یا غوړه مال وبولي! خو حقیقت همدا دی چې دا ومو لوستل!!!
همدا اوس پنځه سوه زره هغه پخواني کارمندان له دوی سره پر یوه څوکۍ ناست دي؛ چې پوره شل کاله یې د دوی د وینو تویولو لپاره طرحې، پلانونه او نقشې جوړول، خو دوی نه یوازې دا چې ویې نه وژل، بلکې اوس تر خپلو ملګرو مخکې دوی ته معاشات، امتیازات او اعتبار ورکوي.
نو راځئ چې جګړه بس کړو او هېواد مو په ګډه له پاشلو وساتو، ودان یې کړو او د نورو له احتیاجه یې وباسو.