کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په زابل ولايت کې د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د «تورې بند» رغنیزې چارې نن پیل شوې.
د «تورې بند» د چارو د پيل په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر عبد الطیف منصور، د یاد وزارت معين مولوي مجیب الرحمن، د زابل مرستیال والي سليمان آغا، امنيه قومندان ايوب اخندزاده او د وزارت او ولایت نورو مسولینو ګډون درلود.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ياد بند ۲۵ متره لوړوالی ۷۰ متره طول لري چې د نږدې دریو میلیونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.
د اوبو او انرژۍ وزیر ښاغلي عبدالطيف منصور وويل، چې د دغه بند په جوړېدو سره به ۶۰۰ هکټاره ځمکې ته د خړوب او ۵ زرو کورنیو ته به د څښاک اوبه برابرې شي. یاده پروژه د ۹۷ میلیونو افغانیو په لګښت پلي کېږي چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د يادونې ده، چې د زابل ولایت د توري بند ډیزاین د اوبو او انرژۍ وزارت د انجنیرانو لخوا جوړ او وړاندې شوی و.