پوتین: امریکايي او برېتانوي استخبارات د افغان حکومت د مخالفو ډلو ملاتړ کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د روسیې ولسمشر ‘ویلادیمیر پوتین” امریکایي او برېتانیایي استخبارت د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت د مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

پوتین چې په قزاقستان کې یې “د آسیا اړیکو او باور جوړونې” په سرمشریزه کې خبرې کولې وویل: لویدیځې استخباراتي کړۍ په ځانګړي توګه امریکایان او بریتانويان د افغان حکومت  پر ضد جوړښتونه لمسوي، چې موخه يې ترې د یو شمېر هېوادونو پر پولو بریدونه دي.

پوتین زیاته کړې، دوی له دغو اړوند خطرونو او ګواښونو خبر دي نو له همدې کبله د “اسلامي امارت” له مشرتابه سره خپلې اړیکې خوندي ساتي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې مخنیوی د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګټه دی.

د ویلو ده چې په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر په نړۍ او سیمه کې د پېچلو حالاتو په پام کې نیولو سره د منځنۍ آسیا او روسیې ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button